ملګرو ملتونو افغانستان سر د ۴.۵ میلیارد ډالرو کلنۍ مرستې غوښتنه وکړه

ملګرو ملتونو افغانستان سر د ۴.۵ میلیارد ډالرو کلنۍ مرستې غوښتنه وکړه


  • 2 کاله دمخه (20/12/2021)
  • سمسور پریس
  • 1025

د ملګرو ملتونو عمومي منشي مرستیال مارټېن ګرېفېت وایي، په راتلونکي کال کې به افغانستان سره د مرستې لپاره د ۴.۵ میلیارد ډالرو مرستې غوښتنه وکړي.

نوموړي پرون د اسلامي همکاریو سازمان په غونډه کې ویلي، په افغانستان کې نه یوازې خلک او بانکونه نغدو پیسو ته باید لاسرسی ولري، بلکې د نړیوالو مرستندویه ادارو د چارو لپاره هم دا سهولت اړین دی.

 هغه زیاته کړې، چې دا به د ملګرو ملتونو له‌لوري له یو هېواد سره د بشري مرستو لپاره د تر ټولې لویې مرستې غوښتنه وي، او افغانستان له خلکو سره به د اړینو مرستو لپاره ولګول شي. 

نوموړي یو ځل بیا خبرداری ورکړی، چې که دا مرستې ژر تر ژره افغانستان ته ونه رسېږي، د دې هېواد اقتصاد به سقوط وکړي.

د ملګرو ملتونو د مالوماتو له مخې، د راتلونکي کال تر نیمایي پورې ښایي په افغانستان کې د وګړي سر عواید ۳۰ سلنه کم شي او د بېکارۍ کچه ښایي ۲۹ سلنو ته ورسېږي. 

د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان په غونډه کې غړو هېوادونو له امریکا وغوښتل، چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ دې بېرته ازادې کړي.