واشنګتن پوسټ د خپلو سرچينو له قوله ليکلي، د امريکا حکومت پلان لري چې دغه هېواد څخه د غیر قانوني کډوالو د شړلو په موخه د بهرنیو مرستو بوديجه وکاروي.
سرچينې ويلي، دغه پیسې چې ۲۵۰ ميليونه ډالر دي او د بهرينو مرستو لپاره ځانګړې شوې وې، ټرمپ غواړي چې له دغه هېواد څخه یې د هغه کډوالو د اېستلو لپاره ځانګړي کړي چې له جنګ ځپلو سیمو امریکا ته راغلي دي.
همدې حال کې بیا ځينو اوسنيو او پخوانيو لوړ پوړو چارواکو دغه اقدام غیر انسانی بللی دی.
د يادونې وړ ده چې ټرمپ واک ته له رسېدو وروسته د يو لړ اجرايوي فرمانونو د لاسليک پر مهاله هغه فرمان هم لاسليک کړی وو چې له دغه هېواد به زرګونه کډوال چې افغانان هم پکې شامل دي، وشړي.