جلال اباد کې د یو ډاکټر په ګډون ۸ تنه ووژل شول

جلال اباد کې د یو ډاکټر په ګډون ۸ تنه ووژل شول


  • 3 کاله دمخه (16/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 1183

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي په مرکز جلال اباد کې په بیلابیلو پيښو کې د یو ډاکټر په ګډون دوه پولیس او ۵ نور کسان په ډزو سره وژل شوي.

چارواکي وایي دغه دوه پیښې د جلال اباد ښار څلورمه او دریمه ناحیه کې د ناپیژنده وسله والو له خوا د ډزو په پایله کې رامنځته شوي.

لومړۍ پیښه د څلورمې ناحیې اړوند عیدګاه جومات ته څیرمه پر یو ټوډي ډوله موټر د وسله والو په برید کې رامنځته شوې چې له امله یې د میهن یوسفي په نوم یو ډاکټر او د هغه دوه ساتونکي وژل شوي.

دویمه پیښه تر لومړۍ هغې یو ساعت وروسته د دریمې ناحیې اړوند ارزاقو کوڅه کې رامنځته شوې چې له امله یې دوه پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان دي او دغه راز یې یو رینجر موټر سوځول شوی دی.

ددغو درې پیښو پړه تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخیستې.