د کندهار کانونه؛ په عوایدو کې یې ۷۶ سلنه زیاتوالی راغلی

د کندهار کانونه؛ په عوایدو کې یې ۷۶ سلنه زیاتوالی راغلی


  • 1 مياشت دمخه (18/03/2025)
  • شریف الله ولیزاد
  • 41

د کندهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتر خبر ورکوي، چې د کندهار ولایت له کانونو څخه په ترلاسه شویو عوایدو کې په روان ۱۴۰۳ لېږدیز لمریز کال کې د تېر ۱۴۰۲ کال په پرتله ۷۶ سلنه زیاتوالی راغلی دی. 

دغه دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې سږ کال د یاد ولایت له بېلابېلو کانونو څخه ۳۳۶ میلیونه، ۴۲۱ زره او ۵۸۹ افغانۍ ترلاسه شوې، چې تېر کال دغه شمېرې یوازې او یوازې ۷۹ میلیونه، ۳۹۴ زره او ۸۵ افغانۍ وې.  

په خبرپاڼه کې د سږ کال د عوایدو زیاتوالي لامل د دغه ولایت له کانونو څخه زیات استخراج او بهر ته د هغو صادرول یاد شوي دي.