د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د هغو دوو ماشومانو مړي موندل شوي، چې درې ورځې وړاندې تښتول شوي وو.
د هلمند ځايي چارواکي وایي، تښتوونکو د دغو هلکانو له کورنۍ څخه د دوی د خوشې کېدو په بدل کې د درېیو میلیونو افغانیو غوښتنه کړې وه.
د سرچینې په وینا، د پېښې په تړاو دوه کسان نیول شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، تښتوونکو ماشومان وژلي او وروسته یې د اوبو په یوه څاه کې اچولي وو.