سمسور نیوز (۲۹سلواغه۱۴۰۱) په پاکستان کې د امریکا سفارت خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی، چې د امنیتي ګواښونو له امله له احتیاطه کار واخلي.
د امریکا سفارت له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په پاکستان امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی؛ نو له همدې کبله باید امریکایي وګړي ډېر احتیاط وکړي.
امریکا داسې مهال پاکستان کې خپلو وګړو ته د احتیاط سپارښتنه کوي، چې تېر ماښام د کراچۍ د پولیسو پر مرکزي دفتر ډله ییز برید وشو او څلور ساعته یې دوام وکړ.
د راپورونو له مخې، په دې برید کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي تر شلو زیات ټپیان دي.
پاکستاني طالبانو د دغه بريد مسووليت منلی، خو د مرګژوبلې د شمېر په اړه یې تر اوسه نور څه نه دي ویلي.