ایران او ازبکستان په افغانستان کې روان وضیعت ته اندیښمن دي.

ایران او ازبکستان په افغانستان کې روان وضیعت ته اندیښمن دي.


  • 4 کاله دمخه (10/11/2020)
  • کامران احمدزی
  • 1253

 

ایران او ازبکستان په افغانستان کې په روان وضیعت اندیښنه څرګنده کړې.

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي ابراهیم طاهریان په افغانستان کې د ازبکستان له استازي عصمت الله ارګاشیف سره لیدنه کړې. دواړو لوریو په افغانستان کې روانې جګړې ته اندیښنه ښودلې او د تاوتریخوالي په کمیدو یې ټینکار کړی. دوی همداشان مذاکرات د روان بحران د حل یواځنۍ لار ګڼلې او په دواړو لورو یې غږ کړی، چې له خبرو سره هم مهاله دې په افغانستان کې جګړې ودروي او اوربند دې رامنځته کړي.