د ورکړل شوي مهلت پای؛ پاکستان د افغانانو پر مخ د ښوونځیو دروازې بندې کړې

د ورکړل شوي مهلت پای؛ پاکستان د افغانانو پر مخ د ښوونځیو دروازې بندې کړې


  • 1 کال دمخه (31/10/2023)
  • سمسور نیوز
  • 475

پاکستان په دغه هېواد کې د هغو ښوونځیو دروازې وتړلې، چې افغان کډوالو په کې زده کړې کولې.

عرب نیوز راپور ورکړی، چې په اسلام اباد او راولپنډۍ کې پنځه ښوونځي، چې افغان ماشومانو ته یې د دوی په ملي ژبه تدریس کاوه، د دوشنبې په ورځ وتړل شول.  

په دغو ښوونځيو کې شاوخوا دوه زره زده‌کوونکو زده‌کړې کولې.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان له خوا هلته مېشتو غیر قانوني افغان کډوالو ته ورکړل شوی مهلت نن پای ته رسېږي.

د پاکستان حکومت وایي، سر له سبا د هغو افغان کډوالو د نیولو او جبري اېستلو عملیات پیلوي، چې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.  

له بلې خوا؛ ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې جبري ستنول به ممکن بشري ناورین رامنځ ته کړي.