یوناما: تر ۲۰۰ ډېرو افغان خبریالانو سره د تاوتریخوالي پېښې راسره ثبت دي

یوناما: تر ۲۰۰ ډېرو افغان خبریالانو سره د تاوتریخوالي پېښې راسره ثبت دي


  • 2 کاله دمخه (02/11/2022)
  • سمیر احمد
  • 862

سمسور نیوز (۱۱لړم۱۴۰۱) په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یا یوناما وایي، د ۲۰۲۱ له اګست میاشتې راهیسې یې د خبریالانو پر وړاندې له بشري حقونو د سرغړونو تر ۲۰۰ ډېرې پېښې ثبت کړې دي. 

یوناما په یوه ټوېټ کې د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت پای‌ته رسېدو په مناسبت لیکلي، چې په دې بېساري شمېر کې خپلسري نیول، ناوړه چلند، ګواښونه او وېرول شامل دي.  

یوناما دغه راز زیاته کړې، چې په افغانستان کې رسنۍ له ګواښ سره مخ دي او د خبریالانو د خوندیتوب او د معافیت د پایته رسولو غوښتنه یې کړې ده.  

د ا.ا سرپرست حکومت له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې کابو نیمايي رسنۍ تړل شوې او ډېری خبریالان له هېواده وتلي او یا یې هم خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.