ساده خو پر نويو تجربو ولاړه شاعري


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • صديق الله بدر
  • 1402

كله، چې د پښتو معموله او مروجه شاعري په دقيق ډول له نظره تېروو، دې پايلې ته رسېږو، چې تر ډېره بريده زموږه شاعري تقليدي بڼه لري او د پښتو شعر له سباوونه ډېرى مفاهيم بيا بيا په كې تكرارېږي. دغه نيمګړتيا ښايي له دې كبله راپېښه وي، چې زموږ ډيرى شاعران شعر ته په جدي نظر نه ګوري. دا نيمګړتيا د دې سبب شوې، چې پخپل شعر كې ډېر كم د نويو تجربو شاهد واوسو. دغه نيمګړتيا هغه وخت ډېر ښه احساسوو، چې وخت په وخت د خپلو يو شمېر شاعرانو په كلام كې له فني او مانيز پلوه له نوېو تجربو سره مخ كېږو، چې په څرګند ډول د شعر په نسبت د هغوى د پوره رياضت ښكارندويي كوي.

په دې ادبي رپوټ كې همدې موضوع ته په پام سره، د هغه شاعر په شعر و شاعرۍ درسره خبرې كوو، چې رياضت د ښه شعر د پنځولو اصل ګڼي: (( كېداى شي، چې الهام سړي ته راشي، مګر د الهام او شعر ترمنځه ډېره فاصله ده. دا فاصله پخپله نه ډكېږي، هغو شاعرانو، چې دا فاصله په برياليتوب سره ډكه كړې ده، هغه يې د رياضت له لارې كړې ده.))

دى زموږ د بهير هغه شاعر دى، چې په شعر كې د خيال تر څنګ د كلماتو سم اوډون، د ژبې ساده والي او د پيغام شته والي ته ډېر ارزښت وركوي، خو د شعر د شعاري كېدلو مخالف دى: (( زما په نظر ښه شعر، هغه شعر دى، چې پيغام ولري، خو شعار ونه لري. كلمات يې داسې غوره شوې وي، چې يو تربله سره وپېيل شي او داسې نه وي، چې يو ټكى سړى ترې وباسي او بيا هم شعر پخپل حال پاتې شي او اضافي څه بايد په كې نه وي. درېيم شرط، چې زه ښه شعر ته پرې قايل يم، هغه دا دى، چې ښه شعر بايد په ساده ژبه وي. زموږه په پښتو كې هم دا مرض شته دى، خو په دري كې زيات دى، چې اكثره لغت پرانۍ كوو. دغه كار زما په نظر له ښه شعر سره نه جوړېږي.))

دغه شاعر ښاغلى استاد نجيب الله منلى دى، زموږ د بهير هغه شاعر، چې په شعر كې د ښكلا په لټه كې دى او د شعر د كليمې په اورېدو سره يې په ذهن كې ښكلا او ناكامي تداعي كېږي: (( زه له شعر سره ډېره مينه لرم او په شعر كې هميشه ښكلا لټوم. ناكامي ځكه راته تداعي كېږي، چې زه تراوسه پورې په دې نه يم بريالى شوى، چې هغسې شعر وليكم، چې زما زړه يې غواړي.))

ښايي همدا علت وي، چې فكر كوي، هر شاعر يوازې او يوازې د يو شعر د ليكلو لپاره پيدا شوى دى: (( هر شاعر د يو شعر د ليكلو لپاره پيدا شوى او ټوله هڅه يې همدا ده، چې له ځانه هماغه شعر راوباسي، چې د هغه د ليكلو لپاره پيدا شوى دى. دا نور شعرونه، چې ليكي دا فقط هماغه يو شعر ته د رسېدلو يو چل دى، زما په نظر حمزه بابا د جونګړې د ليكلو لپاره پيدا شوى و، نور دا كابو سل زره بيتونه، چې ده جوړ كړي دي، هغه د جونګړې لپاره اماده ګي وه.))

 

نجيب الله منلى د ښاغلي ذين الله منلي زوى، د ۱۳۳۷ لمريز كال د غبرګولي د مياشتې په نهمه نېټه په كابل كې زېږېدلى دى. د كابل په استقلال لېسه كې د دولسم ټولګي تر فراغت وروسته يې په فرانسه كې په لوړو زده كړو پيل كړى او د پاريس له يوه پوهنتون څخه يې د ځمكپوهنې په برخه كې ماسټري ترلاسه كړې ده. همدارنګه د كمپيوټر په رشته كې يې د پراجيكټ منيجر مسلكي ديپلوم اخيستى او اوس په ادبياتو كې له فرانسې څخه د ډكتورا د سند په ترلاسه كولو بوخت دى.

منلى صاحب په پاريس كې د خپلې استوګنې په بهير كې د ختيځو ژبو او مدنيتونو په انستيتوت كې د استادۍ دنده هم ترسره كړې ده.

له دريو كلونو راهيسې، هيواد ته راستون شوى او اوس د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلاكار دى.

ښاغلى منلى يو ذهين شخص دى، په دري پښتو، فرانسوي او انګريزي ژبو ښه پوهېږي او تر يو بريده له روسي، جرمني، اردو او عربي ژبو سره هم اشنايي لري. ښاغلي منلي تر اوسه يو شمېر ارزښتمن اثار كښلي او ژباړلي دي.

د پښتو عروض، په فرانسوي ژبه

د نړيوالو ادبياتو قاموس، چې د پښتو او دري ادبياتو په اړه ليكنې په كې خوندي دي

 د سلو كتابونو او مقالو پېژندګلوي، د ايران پېژندنې فرانسوي انستيتيوت د كال خپرونې لپاره

 څڼې او د محبوبې كلا؛ په فرانسوي ژبه د پښتو د ولسي كيسو ټولګه؛ په نيويارك كې ايراني مجلې ايران نامه ته په فارسي ژبه

د (( لنډۍ- شعر مردمي پشتو)) په نامه د پښتو لنډيو پېژندنه

 اورونه زنځيرونه، د شعرونو همدا ټولګه د ښاغلي منلي ليكلي اثار دي.

افغاني شعرونه، د شپاړسو پښتو شعرونو فرانسوي ژباړه؛

 د شپږ پنځوس لنډيو فرانسوي ژباړه؛

د سباوون په تمه د عبدالباري جهاني د شعرونو د ټولګې فرانسوي ژباړه؛

 نيمګړى انځور د صفيه حليم د كيسو د ټولګې فرانسوي ژباړه؛

د يوې ټولګې په كچه د فرانسوي ژبې د يو شمېر كيسو پښتو ژباړه؛

د پښتو د ځينو معاصرو شاعرانو د يو يو شعر فرانسوي ژباړه؛ هغه هڅې دي، چې ده د ژباړې په برخه كې ترسره كړې دي.

ښاغلى منلى ډېر ووړ و، چې شعر ويلو ته يې مخه كړې: (( لومړنى شعر ما په دويم صنف كې ليكلى دى، په هغه وخت كې زه په كليوالي ښوونځي كې وم او د درې صنفونو په سر مو يو استاد درلوده، مګر هره ورځ له رخصتۍ نه مخكې يوه ترانه ويل كېدله، وطني ترانه وه او د دغې ترانې تر اغېز لاندې حتما ما يو څه وليكل. دا شعر ما خپل پلار ته وښوده، چې هغه هم ښه شاعر دى او هغه راپورې وخندل. پس له هغې نه ما دا شعر له منځه يووړ. وروسته له هغې نه به مې كله كله بعضې شيان ليكل، چې يا به مې سمدستي له منځه وړل او يا هم څو ورځې وروسته. تقريبا اوه اته كاله چې بيا ما څه ليكلي دي، نه چا ليدلي دي او نه ما چا ته اورولي دي.))

په لسم ټولګي كې يې د خپلو شعرونو د خوندي كولو هڅه كړې: (( كله، چې مكتب كې مخكې لاړم او په لسم يوولسم صنف كې لږ لږ په ادبياتو هم پوه شوم او خپله مې هم قضاوت كولى شو، نو پس له هغې نه به ما خپل ليكلي شيان په يو كتابچه كې ساتل مګر كتابچه به مې بيا د بخارۍ په نل كې پټوله، چې څوك يې ونه ګوري.))

په هغو شعرونو، چې اوس خبرې كوو، په فرانسه كې يې ويلي دي: (( په فرانسه كې په داسې شرايطو كې واقع شوم، چې د دې وېره راپيدا شوه، چې زما نه پښتو او دري هېره شي. د دې پخاطر ما زيات كوشش وكړ، چې زه په پښتو او دري باندې لوستل هم وكړم او ليكل هم وكړم نو زما هغه شعرونه، چې اوس يې خلكو ته وړاندې كوم او ښييم د دغه وخت نه شروع شوې دي.))  

د اورونه زنځيرونه د شعري ټولګې تر چاپ دمخه د ښاغلي منلي شعرونه د لونګين پرتم په مستعار نامه چاپ شوي دي، دا چې ولې؟ پخپله وايي: (( زما اكثره ليكنې كه هغه سياسي وې او كه د ادبياتو په هكله وې، هغه داسې وې، چې يو نظر په كې اظهارېده. زما هغه ليكلې، چې په هغه كې سياسي او يا ټولنيز فكر دى، هغه د يو دريځ نه ويل كېږي يو چا ته ويل كېږي او د يو چا د قناعت لپاره بايد دا دريځ مشخص وي، نو هغه ما پخپل نامه خپرې كړې دي، مګر د شعر په برخه كې ما تر ډېره وخته دا هڅه كوله، چې زه خپل سياسي او ټولنيز دريځ د شعر له دريځ سره ګډ نه كړم، نو ځكه ډېر وخت زما شعرونه په بل نل نامه خپرېدل، خو كله چې كابل ته راغلم او د بهير له يارانو سره مې ناسته ولاړه شروع شوه، هغوى له ما نه زما شعرونه غوښتل، نو هلته بيا لونګ پرتم نه شو حاضرېدى، هغه و، چې زه مجبور شولم لونګ پرتم ته استعفا وركړم او شعرونه پخپل نامه ووايم.))

 

استاد منلى تر دې دمه له دې كبله، چې تر ډېره په علمي، ټولنيزو او سياسي مسايلو كې ډېر بوخت و، په فرهنګي كړيو كې په همدې برخو كې خپله بشپړه پېژندګلوي درلوده او د يوه شاعر په توګه نه و راپېژندل شوى.

اورونه زنځيرونه، د استاد منلي د شعرونو لومړنۍ چاپي ټولګه، چې له فني او مانيز پلوه په كې نوې تجربې ترسترګو كېږي، دى راته د يو ښه او نوښتګر شاعر په توګه راپېژني. پيرمحمد كاروان، د اورونه ځنځيرونه تر لوستلو وروسته همدې پرېكړې ته رسېدلى: (( كله، چې ما د دوى اورونه ځنځيرونه ولوستل، زبردست خوند يې راكړ، همداسې چې دى په نورو كارونو كې كامياب دى، د دوى شاعري هم ښه شاعري وه. كه نور لوستونكي هم د ده دغه شاعري ګوري، هغوى به هم ورته حيران شي، ځكه د هغوى په ذهن كې هم د منلى صاحب تصور په دې نورو مسايلو كې برجسته برېښېدلى وي، خو كله چې د ده له شاعرۍ سره مخ كېږي او د شعر كتاب يې لولي، خامخا به منلى صاحب د يو ښه شاعر په توګه ومني.))

د كاروان په نظر د استاد منلي شاعري ځكه ښه شاعري ده، چې هرڅه ته له خپل ليد نه ګوري: (( زموږ په سلو كې ډېره برخه هغه شاعري ده، چې ډېره تكراري، سولېدلې، مبتذله او يا كليشه يي وي، ډېر لږ شاعران به وي، چې په نوي انداز يوې مسالې ته ورګوري او په كې د ښكلا يوه نوې زاويه پيدا كوي او په يو خاص ډول باندې يوه نوې شاعري كوي. د منلي صاحب شاعري، چې ما وكتله، تر ډېره ځايه له يوې نوې زاويې نه، نوې خبرې په كې رانغاړل شوې او ډېر تكراري مسايل نه دي، يعنې هره موضوع يې چې شعر كړې ده، د توجه وړ ده.))

د استاد منلي شاعري، كه څه هم ډېر ساده بيان او ارايه لري خو تر ډېره بريده پر نويو تجربو ولاړه شاعري ده، تكراري مفاهيم په كې نه ترسترګو كېږي، انځورونه يې راڼه او د ښې افادې وړ دي. استاد اسدالله غضنفر، چې وايي اوس هم زموږه ډېرۍ برخه شاعري د تقليدي شاعرۍ تر اغېز لاندې ده او د نويو تجربو څرك په كې كم ليدل كېږي، په دې نظر دى، چې د استاد منلي شاعري له تجربي اړخه د پام وړ ده: (( دى معمولا كوشش كوي، چې په پخوانو لارو روان ونه اوسي، بلكې شعر ته له يو بل نظر نه وګوري او يوه نوې تجربه په كې وكړي. زه فكر كوم د ښې شاعرۍ او د شعر په هنر كې د پرمحتګ لپاره دا يوه ضروري چاره ده.)) 

غضنفر وړاندې د استاد منلي په شاعرۍ كې د تجربي اړخ د جوت والي مقصد داسې بيانوي: (( دى لنډۍ واخلي او له هغه نورې دوديزې شاعرۍ سره، چې لرو يې پيوند كړي، هغه هم په مختلفو طريقو سره. مثلا قافيه ده، قافيه په شعر كې يو مشخص ځاى لري، دى قافيه له هغه ځايه راواخلي يو بل ځاى يې ورواچوي، قافيه وي خو په پخواني شكل او ځاى كې نه وي. د ده داسې نظمونه شته او دا نوې تجربې دي.))

خو سره له دې ښاغلى غضنفر دا اندېښنه هم لرې نه ګڼي، چې نوې تجربه دې په ټولنه كې د نظر له اختلاف سره مخ نه شي: (( په كومه لاره، چې موږ تللي يو نو ډاډه يو، چې مقصد ته به رسېږو، خو كه نوې لاره انتخابوو نو ممكن ډاډه ونه اوسو، ممكن خلك يې راسره ونه مني، خو استاد منلى دې رسك ته تيار دى او ګومان كوم په نهايت كې ګټه دى كوي، ځكه چې د ادبياتو به ډېر خصوصيات وي خو كه نوي نه وي نو څوك يې نه مني. كه څه هم د ډېرو خلكو ذهنونه له تكراري خبرو سره اشنا وي او هغه مني خو په نهايت كې هغه سليم ذوق، هغه اصيل او پرمختللى ذوق په ټولنه كې كاميابيږي.))

غضنفر نوې تجربې د استاد منلي د شعر امتياز په ګوته كوي او په دې نظر دى، چې سره له ځينو مخالفتونو به په اوږد واټن كې دى په كې ګټه وكړي: (( تجربه كول او په تېره نوې تجربه كول د استاد منلي د شعر ډېر لوى امتياز دى، چې ممكن په لنډ وخت كې يې ډېر خلك استقبال ته حاظر نه وي، خو په پاى كې به ګټه د منلي صاحب په برخه وي.))

نورالحبيب نثار استاد منلى هغه شاعر ګڼي، چې د نوښت په لټه كې دى او په هيڅ ډول په شعر كې د قيد و بند پلوى نه دى: (( دوى بيلابيلې تجربې لري، فلسفي فكرونه په كې شته، شاعرانه خيالونه او تجربې په كې څپې وهي، د عادي ټولنيز ژوند ستونزې او كړنې په كې موجودې دي. كوم شى، چې بايد د دوى ځانګړنه يې وګڼو هغه دا دى، چې زياتره د قيد و بند ډېر طرفدار نه ښكاري، ده چې دا څلوريزې ليكلې دي او غزلې هم ډېرې نه لري، اصلا دا د ده هغه يو شاعرانه فطرت دى، چې په دغو مخصوصو چوكاټونو كې نه ځايېږي، زه فكر كوم همدا وجه ده، چې ده په شعوري ډول ازاد شعر ته ډېره توجه كړې ده.))

كلا بست د استاد  منلي هغه شعر دى، چې نوې نوې تجربې په رانغښتل شوې دي:

كلابست

زما خوږې رابيا وارى دې شمه

د ژوندانه په كړكېچونو لارو

سره روان يو دواړه

لاس دې په لاس كې راكړه

دا ناهموارې لارې هم كږلېچونه هم پېچومې لري

كه لاس نيولي سره وهم ګرځو

كه مو د زړو له ښكالو يوازې يو غږ جوړ شي

دا كږلېچونه دا پېچومې او دا دوړې خاورې

زما خوږې رابيا وارى دې شمه

كه مو په سترګو كې ګردونه پټ شي

كه هر قدم كې تيندكونه هم وي

لاس مې په لاس كې ساته

زما خوږې رابيا وارى دې شمه

لورى مو يو

هيلې مو يو شان

سفر مو يو دى ګلې

خو زموږ لاره يو اغزنه لار ده

په هر قدم كې بېلتون سو نيولى

لاس مې په لاس كې ساته

زما خوږې رابيا وارى دې شمه

كه هرڅه وي خو دا يوه خبره مه هېروه

د الله روى دروړمه

لاس دې په لاس كې راكه

د كلابست دروازې دوې دي ګوره.

 

 د نورو توكو ترڅنګ فكر د شعر يو له اساسي توكو څخه شمېرل كېږي، ځكه په شعر كې د فكر شتون د شاعر د وينا مقصد بيانوي. نن سبا، چې پښتو شعر له كومې نيمګړتيا سره مخ دى او يو شمېر يې په اړه اندېښنه څرګندوي، هغه د فكر د توكي كمزوري ده، د دوى په باور د يو زيات شمېر شاعرانو ټوله توجه د شعر پر ښكلاييز اړخ متمركزه ده. عبدالغفور لېوال د همدې اندېښنې پر يادونې سربېره وايي، چې د منلي صاحب په شعر كې فكر ډېر جوت دى: (( ښاغلى نجيب الله منلى، چې له لوېديځې شاعرۍ سره اشنا دى، په بهرنيو ژبو پوهېږي او د يو شمېر بهرنيو ژبو شاعري هم لوستې ده، په دې پوهېږي، چې فكر په شعر كې خاص ارزښت لري، له همدې كبله موږ د ده په شعرونو كې يو شمېر فكري اصالتونه او زړي وينو، چې پر فكر ډېره تكيه كوي.))

خو ليوال وړاندې وايي، چې فكري ښكلا ته د ډېرې پاملرنې له كبله، استاد منلى د شعر ښكلاييز اړخ ته ډېر نه دى تم شوى: (( كاشكې ښاغلي منلي د پښتو ژبني ښكلاييز اړخ ته هم پاملرنه كړې واى، دا باور شته، چې يوه ډېره عالي شاعري به يې پنځولې واى. كه څه هم زه فكر كوم لكه د منلي صاحب په څېر شاعران ډېر پام دې ته ساتي، چې كه ژبنى سينګار پخپله شاعرۍ كې په نظر كې ونيسي، نو هغه فكري اړخ به يې تر تاثير لاندې راشي. د دې دواړو شموليت په شاعر كې يو څه مشكل كار دى، خو يو څه ډېر رياضت غواړي.))

د ليوال په نظر منلى صاحب تر ډېره پر تمثيل تكيه لري او د انځورونو د رامنځته كولو مسالې ته ډېر نه تم كېږي: (( زه نپوهېږم، چې د دې دليل څه دى؟ يا به اوږده موده لرې والى وي او يا به تر يو حده د لوېديځې شاعرۍ تاثير وي، چې ښاغلى منلى ډېره تكيه پر تمثيل كوي، اما د انځورونو په ايجاد كې يو څه پام ډېر نه ساتي. هر هغه شعر، چې د يو حالت له تمثيل څخه استفاده وكړي، په هغه كې د ښې انځور جوړونې اړتيا رامنځته كېږي، يعنې موږ بايد په هنري ژبه ښه انځور هم ايجاد كړو.))

عنايت ديدار سره له دې، چې وايي، منلى صاحب پخپلو شعرونو كې علمي او فلسفي خبرې رانغاړي، فكر يې شاعرانه دى: (( اسمعيل نوري علا وايي د شاعرانو، مفكرينو او فلسفيانو ژورو خبرو ته كه څوك نظم وركړي، هغه شاعري نه ده، بلكې هغه څوك چې شاعرانه فكر كوي، هغه پخپله باندې شاعر دى. استاد منلى سره له دې، چې په ځينو ځايونو كې هڅه كوي علمي خبرې راواخلي او د شعر په جامه كې هغه راونغاړي او دنيا ته يې وړاندې كړي، په ځينو ځايونو كې پخپله ښه شاعرانه فكر كوي، د هغه د خپل زړه درد او سوز په كې شامل دى.))

د ديدار په باور استاد منلى د حقيقت په لټون كې دى، هرڅه ته د شك په نظر ګوري: (( دى وايي:

د غونډۍ غېږه پړسېدلې ولې

د غرونو سر په اسمانو ولې دى

غونډۍ له خاورو نه ده جوړه ولې

د غره زړه ډك له خزانو ولې دى؟

خو په همدې نظم كې، چې د لويئ راز نومېږي، پخپله خپلو پوښتنو ته ځواب وايي، داسې ځواب، چې د خداى مخلوق ته د پوړۍ ارتقا ورښيي:

لنډه دا چې په لويي كې ارام نشته

كه لويي غواړي نو ځه ورځه ميدان ته.))

هارون حكيمي د فكري ښكلا په لړ كې د منلي صاحب په شعر كې د نويو خبرو او د نوي فكر د رانغښتلو خبره كوي: (( منلى صاحب په يوه څلوريزه كې، چې نوم يې هڅه دى، وايي:

تپه تياره ده لار رانه وركه

اسمان كې ځاى نشته تنګه ده ځكمه ده

لكه ډېوه چې تل په لټون وي

وړانګې مې درومې هره څوا ځكه.

موږ پخوا اورېدلي وو، چې ډېوه ځان سوځوي او نورو ته رڼا وركوي، ډيوه مجلس روښانوي، ډيوه د تيارو له منځه وړونكې ده، ډيوه د تيارې لپاره د رڼاګانو يو غشى دى، خو دا خبره راته نوې ده، چې ډېوه په لټون وي او د دې وړانګې د لټون او هڅې په نتيجه كې هره خوا درومي، دا خبره ما ته نوې ده.))

دا هم د استاد منلي په شعر كې د فكري ښكلا او نويوالي يوه بېلګه:

ګلاب

اسمان كې خړې ورېځې او قهرېدلې تنا

دغه په در در باران، په زړه چاودلې برېښنا

د اوسيلو په شان ساړه بادونه

د سيلاو مستې څپې

دا تكه سپينه ږلۍ

هرڅه به تېر شي

لمر به بيا ښكاره شي

سپوږمۍ به هم په ورين تندي وخاندي

د اسمان توره لمن

به شي په ستورو جړاو

خو بيا به هم د تا په سرو اننګو

د پرخې څاڅكي ښكاري

 

كه څه هم استاد منلى ساده شاعري كوي، خو د همدغو ساده شعرونو له مطالعې څخه يې دا په څرګند ډول معلومېږي، چې شعر ته په جدي نظر ګوري او د شعر لپاره پوره رياضت ته قايل دى. غضنفر هم په همدې باور دى او وايي: ((په سلګونو شاعرانو كې صرف يو نيم دې ته حاضر وي، چې شعر ته په جدي سترګه وګوري. معاصر شاعر خيبر اپريدى وايي:

شاعري تا ته هسې خبرې دي

چې څوك پوهېږي خبرې ګرانې دي

متاسفانه ډېرو كسانو ته دا شاعري هسې خبرې ښكاريږي، حتى چې شعرونه وايي سړى پرې پوهېږي، چې دوى وايي بس قافيې تړل دي. خو په هغو محدودو خلكو كې، چې شعر هسې خبرې نه ګڼي او په ډېره جدي سترګه ورته ګوري او ډېر غور ورباندې كوي، هغه استاد منلى دى. زه فكر كوم كه ځوان شاعران له دې اړخه د ده شعر ته وګوري، نو يوه ډېره لويه تجربه به واخلي، چې شعر هسې خبرې نه دي.))

د استاد منلي د شاعرۍ يو خصوصيت د هغه داستاني رنګ او خوند دى، په ځينو شعرونو كې يې د واقعې او پلاټ شتون د دغه خصوصيت ښه څرګندونه كوي. غضنفر د منلي صاحب په شعرونو كې د پلاټ شتون ته ځير شوى او وايي دا هغه خصوصيت دى، چې لوى شاعران ورته ډېره توجه كوي: (( د استاد منلي په شعر كې يو بل خصوصيت، چې زما توجه يې ډېره جلب كړې ده او زه په شعر كې ورته ډېر اهميت وركوم، هغه د پلاټ وجود دى. د پلاټ كلمه موږ د داستان په حصه كې كاروو، خو د شعر په حصه كې يې چندان نه استعمالوو، ځكه زموږه شاعري اكثره د غزل شاعري ده او بس هر بيت، چې هرې خوا ته ولاړ دا مو منلى دى. حال دا چې ممكن د غزل لوى شاعران هم پلاټ ته اهميت وركړي، ممكن د خپلو بيتونو ترمنځ كه ښكاره نه وي، نو يو پټ پيوستون ډېر مهم وبولي. زموږ اكثره شاعران حتى په نظمونو كې، مسلسل خيال چې بيانوي، چندان پلاټ ته توجه نه كوي، كه د قافيې ضرورت وي او يا كه هسې خوند وركړي، نو يوه مصره، دوه مصرې يا حتى څو بيتونه په كې اضافه او غير ضروري وي او له هغه ټول متن او له هغه ټول خيال سره عميق تړون نه لري، خو استاد منلى دې شي ته ډېر پام كوي.))

غضنفر د دغه بحث په لړ كې په شعر كې د مسلسل خيال يادونه هم كوي، خو وايي، چې په اكثرو داسې شعرونو كې، چې دغه خصوصيت لري واقعه موجوده نه وي. خو منلى صاحب په هغو شاعرانو كې شماري، چې دغې ځانګړنې يا خصوصيت ته پوره توجه كوي: (( په پښتو كې داسې نظمونه شته، چې مسلسل خيال وي خو په ډېرو كې يې واقعه نه وي او شعر يې هغه داستان نه لري، خو د منلي صاحب په اشعارو كې واقعه هم ويو يعنې په سر كې، چې كوم حالت وي پپه اخر كې هغه حالت نه وي، د الف له ټكي ب ټكي ته يو حركت وي، يو څه بدلېږي يو څه تغيير كوي، زما په خيال دا په شعر كې ډېر مهم شى دى، چې ډېر شاعران توجه ورته نه كوي، خو منلى صاحب يې كوي.))

زموږ ډېرى شاعران پر لوستونكو د اغېز ښندلو په خاطر ډېر ځله له احساساتو څخه ډك بيان ته ترجيح وركوي، خو دې ته نه وي ځير، چې پر خبرو او هستونو كنټرول ساتل د اغېز ښندلو ښه طريقه ده. غضنفر د استاد سعدالدين شپون، دې خبرې ته په نغوته، چې ليكوال او شاعر بايد پر خپلو هستونو كنترول ولري، تر څو پر لوستونكو ښه اغېز وښندي، وايي، چې د منلي صاحب شاعري كنټرول شوې شاعري ده او تر نورو شاعرانو ډېر زيات پر خپلې وينا كنټرول لري: (( استاد منلي، شاعري په كنټرول كړې ده، يعنې د احساساتو په څرګندولو كې، د عواطفو او جذبو په بيان كې حد ساتي، داسې له يو ساړه اندازه ورته ګوري كه هغه عاشقانه شعرونه دي او كه په نورو موضوعاتو شعرونه دي. زموږ اكثره شاعران، خصوصا چې يا وطني مسايل راځي، يا دعشق خبره راځي نو پر خپلو احساساتو هيڅ ډول كنټرول نه ساتي، چې دا بيا ډېره عميقه هنري تجربه نه وي، خو استاد منلى دا تجربه لري. زما په خيال ځوان شاعران، چې كوم شى د منلي صاحب له شعرونو زده كولى شي، يو ټكى دا هم دى، چې له ده نه په شعر كې كنټرول زده كولى شي.))

استاد منلى سره له دې، چې په بيلابيلو شعري قالبونو كې خپله طبعه ازمايي، ډېر ځله ازاده شاعري غوره ګڼي او د ازادې شاعرۍ ښكلا يې په دې كې نغښتې، چې ډېر ابهام په كې نه ترسترګو كېږي. كاروان يې ازاده شاعري له همدې كبله ښه او د خپلې خوښې شاعري راپېژني: (( ازاده شاعري مې يې په دې خوښه ده، چې ابهام په كې نشته او د دوى له شاعرۍ نه چې څوك يې لولي په معنى يې رسېږي، خو په ځينو ځايونو كې ډېره لوړه شاعري ده، خو په ځينو ځايونو كې لكه، چې د لاس ګوتې هم سره فرق لري، كېداى شي متوسطه او د ښكته درجې شاعري هم په كې وي او دا هغه څه دي، چې زموږه د ټولو په شاعرۍ كې شته دي.))

خو پر ازاد شعر سربېره استاد منلي خوندورې څلورېزې هم ويلي دي، چې تر ډېره د ده فلسفي طرز فكر ته په كې ځير كېږو. نثار د ده په څلوريزو كې د خوند خبره كوي: (( د دوى څلورېزې، هم د بحر له پلوه او هم د معنى او مقصد له پلوه ډېرې خوندورې دي.))

نثار وړاندې د استاد منلي په دوو څلوريزو كې د هغه د طرز فكر په اړه وايي: (( چې درنږدې شم ته لرې كېږې

درته چې ګورم رانه پټېږې

چې ياري نه كړې نو وايه ولې

داسې مې سترګو سترګو ته كېږې

دلته يوه ډېره ښه د محجوبانه عشق تجربه ده، چې ده بيان كړې ده، يا مثلا په يوه بله څلوريزه كې فلسفي طرز فكر بيانوي:

د ژوند كوڅه كې قدم خطا ږدم

اخر به سر هم په دې سودا ږدم

هنداره واخلم لارې ته ګورم

پرون ښكاره شي نوم پرې سبا ږدم

دا د پرون او نن، د حال او مستقبل خبرې زموږ په ادبياتو كې، زموږ په فلسفي مباحثو كې روانې دي او ده هم په ډېر ښه انداز سره دا ويلى دى، چې انسان څنګه راځي او د ژوند لاره څنګه تېروي او بالاخره دا هم وايي، چې سر په دې سودا ږدم. نو انسان دې ولري داسې ارمان او ايډيال، چې سر ورباندې ږدي.))

نثار د منلي صاحب په شعر كې يو بل خصوصيت ته هم ځير شوى او وايي، چې د ده په ځينو شعرونو كې ځينې مفاهيم د نورو شاعرانو له شعر نه اپوټه ښكاري: (( شاعر حق لري، چې د يو شي نه كه الهام او تاثر اخلي، اوپټه يې اخلي مستقيم يې اخلي او يا خوا په خوا او موازې يې اخلي دا په شاعر پور ې اړه لري، مثلا حمزه صاحب فرمايي:

ګله بې پت لكه د پرخې نه يم

چې به د نمر له پلوشو سره ځم

خو منلي صاحب د ګلاب نومي نظم په اخره كې راځي، چې:

خو بيا به هم د تا په سرو اننګو

د پرخې څاڅكي ښكاري.

كه دا هرڅه وشي او دا لمر هم را وخېږي خو بيا هم ستا په اننګو د پرخې څاڅكي ښكاري. نو دلته دى د پرخو څاڅكي ته د ګلاب په اننګو باندې يو تداوم وربښي، خو حمزه صاحب بيا دې موضوع ته له يوې بلې زاويې نه كتلى او وايي، چې پرخه د لمر له رابرېدو سره ټيكاو نه لري او له منځه ځي.))

د شعر لپاره د ښه نوم ټاكنه، چې د شعر له عمومي مفهوم او موضوع سره په تړاو كې وي، هغه بل غوره نوښت دى، چې د استاد منلي په اورونه زنځيرونه كتاب كې ورسره مخ كېږو. زموږ ډېرى شاعران، چې حتى پر خپلو غزلونو هم نومونه ږدي، ډېر ځله دغه نومونه په غزل كې د راغلو نومونو او تركيبونو له مخه ږدي، په داسې حال كې، چې دغه نوم ښايي د شعر له عمومي فضا سره هيڅ اړخ ونه لګوي، خو منلى صاحب خپلو شعرونو ته داسې نومونه غوره كوي، چې د شعر له عمومي مفهوم سره اړخ لګوي، په داسې حال كې، چې په متن كې په ښكاره توګه هغه نوم نه وي ذكر شوى. نثار د منلي صاحب په اورونه زنځيرونه كتاب كې دې نوښت ته ځير شوى او په اړه يې وايي: (( زياتره وخت زموږ شاعران خپلو ازادو شعرونو او حتي غزلونو ته عنوانونه او نومونه وركوي، هغه نومونه يې هم د خپل شعر له متن څخه، چې كه له عمومي مفهوم سره لګېږي يا نه لګېږي، استخراج كړي وي، خو يو نوم حق و ناحق پرې ايښى وي. دا كار ښايي ما هم كړى وي، نورو ډېرو هم كړى دى، مګر نوم خو داسې يو شى دى، چې بايد هغه ټول تسلسل وساتي، مثلا يو شعر وي تسلسل ولري، يو لړ وي، يو وحدت تاثر په كې وي، د هغه وحدت تاثر نه بيا نوم جوړ او كېښودل شي.))

نثار، د منلي صاحب له خوا يو شعر ته، چې د اورونه ځنځيرونه كتاب لومړنى شعر دى، د ګلاب نوم وركول په ځاى بولي او د شعر لپاره دغسې نوم ټاكنه غوره ګڼي، نثار وايي: (( دغه شعر دى د ګلاب په باره كې، دا چې د ګلاب كلمه د شعر په متن كې نه ده راغلې، نه دې وي راغلې ښېګڼه يې همدغه ده، كومه تذكره، چې شوې د ګلاب شوې ده، چې په اسمان كې به خړې ورېځې، قهريدلې تنا، په در در باران او دا هرڅه به راښكاره شي، لمر به راښكاره شي، سپوږمۍ به هم وخاندي او اسمان به هم په ستورو جړاو شي، خو بيا به هم د تا په سرو اننګو كې به څه شى  ښكاري، هغه د پرخې څاڅكي ښكاري. نو دا چاته وايي، خو ګلاب ښيي، نو چې ګلاب ښيي ګلاب يې نوم دى.))

د استاد منلي د شاعرۍ يوه بله ښه ځانګړنه د ښې ژبې كارونه ده، منلى صاحب ډېره هڅه كوي، چې ژبه يې ساده او صميمي وي، ځكه صميمي ژبه ډېر ژر د لوستونكي د جذب سبب ګرځي او هغه له ځان سره رااخلي. كاروان يې هم ژبه ساده او صميمي راپېژني: (( مشكله ژبه يې نه ده كارولې، چې څوك مجبور شي يو قاموس ورته راواخلي، همدغه ژبه ده، چې موږ پرې خبرې كوو او عام فهمه، صميميانه او روانه ژبه ده.))

د يوې كوټلې پايلې په توګه د استاد نجيب الله منلي شاعري ساده خو په نويو تجربو ولاړه او له فني او مانيز اړخه په تول پوره شاعري ده او پر ګڼو نورو خصوصيتونو سربېره د ښې ارايې او موسقيت له كبله د پيغام د ښه انتقال قوت په كې نغښتى او ښايي، چې ډېر بحث پرې وشي.

د۱۳۸۷ كال د ليندۍ دويمه