د ټي ټي پي تازه خبرداری: د پاکستان پوځ پر ضد نور بریدونه هم کوو

د ټي ټي پي تازه خبرداری: د پاکستان پوځ پر ضد نور بریدونه هم کوو


  • 1 کال دمخه (18/02/2023)
  • سمسور نیوز
  • 697

سمسور نیوز (۲۹سلواغه۱۴۰۱) د پاکستان حکومت خلاف جنګېدونکې ډلې «ټي ټي پي» د پاکستاني پوځیانو پر وړاندې د نورو بریدونو کولو خبرداری ورکړی.

د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي پي په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې پولیس باید د غلام پوځ پر وړاندې د جګړې پر مهال له موږ ځانونه لیرې وساتي، که نه د لوړ رتبه پولیسو پر خوندي مرکزونو به بریدونه دوام وکړي. 

یادې ډلې تور پورې کړی، چې پاکستاني پولیس له محاکمې پرته وژنې کوي چې دا دوی ته د منلو نه ده.

دا خبرداری داسې مهال ورکول کېږي، چې تېره شپه په کراچۍ کې د پولیسو پر یوه مرکزي دفتر د ټي ټي پي په ډله ییز برید کې دوه بریدګر او څلور پوځیان ووژل شول.