نعمت هره ورځ ماښام د قلم څوکه د سپینې پاڼې پر مخ نڅوله.
هغه ډېر کتابونه لوستي وو ـ سور ریالیزم، جادویي ریالیزم، اېبسټراکت، میټا فکشن...، خو تر ټولو ډېر یې له فلسفي او تصوفي بیان څخه خوند اخیسته.
په ذهن کې یې د څو ورځو پخه شوې کیسه یاده شوه. ښه شېبه یې قلم په ګوتو کې تاو راتاو کړ. کله به یې د یوې مرغۍ له سترګو نړۍ ته کتل، کله بهیې د دعا د لپو په غږونو د زړه غوږونه نازول، خو یو څه ناسم وو. فکر یې کاوه، داسې خو لوستونکي ورته نه تم کېږي.
ډېرو شپو همداسې، سپینې پاڼې پرې تورې کړې خو د خولې خوند یې نه برابرېده.
یوه شپه، چې ډېر ستړی و، بې له کوم ذهني چمتووالي يې د قلم څوکه پر پاڼه را کاږله او ویې لیکل: «زما ساه شه، زه ستا کیسه یم. ساده یم، خو ژوره نه؛ زه ستا د زخمونو ژبه یم، نه د تمثیلونو نقاب.»
رحمت حیران و. دا جمله یې نه له چا اورېدلې وه، نه له کوم سبک سره تړلې وه؛ خو سترګې یې پرې خوږې شوې.
سبا تهیې کیسه ولیکله. یو ماشوم د مړېدو لپاره په یوې ډوډۍ پسې د ښار زړه ته راوتلی و. نه استعاره، نه سیمبول، نه فلسفه. کیسې یې د خلکو سترګې لمدې کړې.
رحمت په موسک انداز، قلم ته وکتل او ورو یې وویل: «نه! ته، زه نه وې، ته کیسه وې ـ هماغه ساده، هماغه ژوره.»
همدا کیسه وه او رحمت بیا، هره ورځ نوي څه لیکل. نور یې ځان له سبکونو، ایزمونو او نقدونو خلاص کړی و. کیسهیې د کوڅې له غږه اخېسته، له بازار، له زړو سترګو، له یوې خاموشې ولکې.
یوه ورځ، یو ځوان لیکوال ورته خپل داستان راوړ. ویې ویل: "دا مې څو ځله ایډیټ کړی، خو احساس کوم له هرڅه خالي دی، مرسته راسره کوې؟"
رحمت کاغذ ترې واخیست، ورو یې ولوست. بیا یې قلم ترې وغوښت، څو کرښې یې پاکې کړې، یوازې یوه جملهیې پرېښوده: "زه ستا د زړه ژبه یم، په نقابونو خوله مه رابندوه."
ورو یې وویل: "دا کیسه، تاته د زړه له تله راغلې، نه د سبکونو له بندو دروازو... همدا وساته."
ځوان موسک شو، سترګېیې وځلېدې. دا حالت رحمت د کیسې په یوې بلې کوڅې هم سر کړ.
د ځوان لیکوال له تلو وروسته، له ځانه سره یې وویل:" کیسه یوازې لیکل نه دي، اورېدل هم دي؛ اورېدل د ځان، د نورو، او د خاموشه ژبو چیغې."
په هغه ورځ، رحمت یوه بله پاڼه هم، د لمر رڼا ته ولیکله...