په ۱۵ دقيقو کې خپل ژوند خوندي کړئ!

په ۱۵ دقيقو کې خپل ژوند خوندي کړئ!


  • 3 کاله دمخه (01/05/2021)
  • ژباړن: رفیع الله رفیع
  • 1395

د بريا رازونه!

په ژوند کې د برياليتوب لپاره بسنه کوي، چې مناسبه ورځنۍ پلان جوړونه ولرئ.

 

آيا تاسو په خپلو ورځنيو چارو کې ورک شوي ياست؟، ستاسو کورنۍ هغوی ته ستاسو د نه پاملرنې له امله خفه ده؟، اندېښنې ته اړتيا نشته، لوی کاروباريان ټول بوخت ژوند لري، مګر دوی بايد د کار او ژوند ترمنځ تعادل مراعت او د کارونو د ترسره کولو لپاره منظمې برنامې ولري، په دې مقاله کې ځينې لارښوونې شته، که تاسو يې ترسره کړئ، نو د کارونو په توليد کې به مو زياتوالی راشي او ورځنۍ چارې به مو ښې ترسره شي.

 

يو: خپل ټيم سره همغږي اوسئ.

۵ دقيقې د خپل ټيم د  غړيو سره خبرې وکړئ او په دې جريان کې درسره مهم مسايل هم وڅېړئ، که دوی د ناساپي ناورين سره مخ وي، هغوی ته ډاډ ورکړئ، چې زه مو ملاتړی يم او د مشکلاتو په حلولو کې ورسره عملاً همکاري وکړئ.

 

دوه: د راتلوونکې ورځې لومړيتوبونه مو تنظيم کړئ.

د راتلوونکې ورځې کارونه مو ترتيب او لومړيتوبونه په نښه کړئ، په ۵ دقيقو کې هغه له ځان سره وليکئ، دندو ته په لومړيتوب ورکولو سره کولای شئ، چې ټول کارونه په چټکۍ او پرته له مشکل څخه ترسره کړئ.

 

درې: خپلې کاري ورځې(جنتري) وګورئ.

د راتلوونکې ورځې ليدنې او اړيکې مو وڅېړئ او د ترسره کولو لپاره يې اماده اوسئ، له دې څخه بل بدتر حالت نه شته، چې تاسو دې کاري ناسته له ياده وباسي او يا دې هغې ته چمتو ونه اوسئ.

 

څلور: خپل کار ځای پاک او منظم کړئ.

دا کار ممکن ساده ښکاري، مګر يو ګډ وډ او چټل مېز په ښکاره ډول خراب معلومېږي، د کار ځای پاک ساتل ستاسو ذهن خلاص او اراموي.

د کاري ورځې وروستۍ ۱۵ دقيقې په ترسره شوي کارونو باندې مصرف کړئ د تالاب په نوم د يو عالم په وينا ځان ډاډمن کړئ، چې ټيم مو ټول کارونه په سمه توګه ترسره کړي، د راتلوونکې کاري ورځې لومړيتوبونه په نښه او کار ځای مو تنظيم کړئ.

د دې لارښوونو په ترسره کولو سره به د راتلوونکې ورځې د کارونو ترسره کولو لپاره ځانګړې برنامه ولرئ، پرته د وخت له ضايع کولو څخه به ټول کارونه په سم ډول ترسره کړئ او د هر څه لپاره به چمتو ياست، ترڅو ډېر توليد به ولري