ترکیې ګڼ شمېر ورغلي افغانان بېرته افغانستان ته رالېږلي

ترکیې ګڼ شمېر ورغلي افغانان بېرته افغانستان ته رالېږلي


  • 1 کال دمخه (23/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 506

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو ویلي، چې ګڼ شمېر افغانان یې بېرته خپل هېواد ته لېږلي او دغه لړۍ لا هم دوام لري. 

د ترکیې اناتولي خبري اژانس د اوغلو له قوله لیکلي، چې له افغانستان څخه ورغلي افغانان ډېری ناقانونه کډوال وو.     

د هغه په خبره، دا بهیر لا هم دوام لري. 

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو زیاته کړې، چې دغه افغان کډوال د الوتکې له لارې خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې له ایران او پاکستان څخه هم د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ چټکه شوې ده.