د پښتو نړیواله ورځ

د پښتو نړیواله ورځ


  • 3 کاله دمخه (29/05/2021)
  • عزت الله تسل
  • 1429

پښتو سربېره پردې، چې ژبه ده، بلکې د یوه قانون او دستور په توګه منل شوی حقیقت دی، چې پر نورو ژبو برتري لري او موږ لپاره  د سر لوړۍ خبره ده.

 ،په نړۍ کې هېڅ داسې ژبه نشته ،چې ځان سره دې دغه ځانګړنه ولري . پښتو د ژوند کولو له پاره ، پښتنو ته یو قانون په توګه پرته ده او ورځینی ژوند پرې تېروي .

زمونږ منځ کې که کومه شخړه یا لانجه رامنځته کېږي ، نو د پښتو په دود او دوستور یې حل کوو،چې دغه ځانګړنه نورې ژبې له ځان سره نه لري.

بیت دی چې:

وایي اغیار چې د دوزخ ژبه ده 

زه به جنت ته د پښتو سره ځم .

بله دا چې پښتانه پښتو کوي ،خو پښتو نه وایي ،ځان پښتون ګڼي ،خو پښتو ته خدمت کول ورته شرم ښکاري ،نو غوښتنه مې هم دا ده ،چې پښتو ته باید د پښتو په سترګه وکتل شي .

دا چې خوشحال بابا له ځانه نه شو جوړولی ، د خوشحال بابا نه راپاتې پښتو خو وساتو !

 په وروستیو لسېزو کې پښتو ژبې له پاره زیات کار وشو .

ژباړې برخه کې  د بېلابېلو ژبو څخه زیات کتابونه وژباړل شول ،چې ورسره د ادب برخه ډېره غني شوه .

د ژبې دګرامر برخه کې زیات کار وشو ،چې د ژبې لیکلو او لوستلو له پاره یې معاصرې دورې لیکلوالانو ډېر کار وکړ ،چې ډېرې ستونزې ورسره کمې شوې ،خو لا هم ډېر کار ته اړتیا لره ،چې په دغه برخه کې د ژبپوهنې استادانو  ځانګړی پاملرنه غواړو.

او تر ټولو مهم یې اداري حیثیت دی، چې دا مسولیت چارواکو ته راجع کېږي.