د ۲۰۲۵ کال لپاره له ترکمستان سره د برېښنا تړون لاسلیک

د ۲۰۲۵ کال لپاره له ترکمستان سره د برېښنا تړون لاسلیک


  • 1 مياشت دمخه (07/12/2024)
  • سمسور نیوز
  • 68

 

د افغانستان د برېښنا شرکت اجرائیوي مشر ډاکتر عبدالباري عمر ترکمستان ته د سفر په لړ کې د ۲۰۲۵ کال لپاره د برېښنا تړون لاسلیک کړ.

د افغانستان برېښنا شرکت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د دې تړون له مخې به په څلورو مسیرونو «اندخوی، اقینې، بادغیس او تورغونډۍ ـ هرات» کې له ترکمنستانه افغانستان ته برېښنا اخیستل کېږي.  

د یادونې ده چې د افغانستان برېښنا شرکت تر دې وړاندې له تاجکستان سره هم د وارداتي برېښنا تړون د یوه بل کال لپاره غځولی و. 

افغانستان خپله د اړتیا وړ لویه برخه برېښنا  له تاجکستان، ترکمنستان، ایران او ازبکستان څخه واردوي.