سرپرست حکومت د ښځو د نیول کېدو په اړه د یوناما اندېښنې بې ځایه وبللې.
یوناما ویلي وو، چې په دې وروستیو کې د اسلامي امارت له لوري یو شمېر ښځې او نجونې د بد حجابي په نوم نیول کېږي، چې دا چاره خپل سرې نیونې او خطرناک فزیکي تاوتریخوالی دی.
یوناما له اسلامي امارت غوښتي وو، چې له دا ډول نیونو لاس واخلي، چې ښځې لا ډېرې څنډې ته کوي.
د یوناما په راپور کې د روزا اتونبایوا له قوله ویل شوي، چې دا ډول نیونې عام باور زیانمنوي.
په ورته مهال د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې افغان مېرمنې په خپله حجاب مراعتوي، زور زیاتي ته اړتیا نه لري او د امربالمعروف له لوري هیچا سره زور زیاتی نه دی شوی.
مجاهد زیاته کړې، چې په دې اړه شوی پروپاګند له حقیقته لرې دی.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د امربالمعروف وزارت ویلي وو، چې په کابل کې یې یو شمېر مېرمنې د بې حجابي له کبله نیولې دي.