حكمت الله سروش د حبيب الله زوى په 1367ل كال د كندهار په پنځمه ناحيه كې زېږېدلى دى. په ۱۳۸۵ كې د احمدشاه بابا د عالي ليسې څخه فارغ شوى دى .
هغه كسان چې لمرخاته د شعر لپاره د الهي طبيعت ستره ښكلا ګڼي، نو دا خبره به هم په ذهن كې ورګرځي ، چې د شعر لپاره تر يوه حده عمر او مشرتوب مطرح نه دى، بلكې هنر يوازې د انسان د رښتيني او فطري استعداد پورې اړه لري .
سروش، كه د عمر په لحاظ كشر دى، شعر يې بيا د ده تر عمره پښه اړوي او دا په ګوته كوي، چې حكمت به تر دې زيات پرمختګ وكړي، ځكه اوسني شعرونه يې لا د لومړنيو تجربو او مشاهدو نتيجه ده. كه چېرې يې د وخت په تېرېدو سره لرغوني او اوسمهالي شعرونه په غور سره ولوستل، نو باوري يو چې دغه تاند شاعر به په راتلونكي کې له غوره او پخو شاعرانو څخه وي.
نوموړي كه په دې څوكلن بهير كې له سياسي، شعاري او تشو خبرو پرته نور څه نه دي اورېدلي، خو بيا يې هم خپل دريځ ساتلى دى. ځكه د يوه شاعر خبره ده: رښتينې شاعري هغه ده، چې ورځنيو پېښو ته د هنر جامه ور واغوندي او داسې يې ښكلې كړي ، چې هر زړه ته لار پرانيزي. سروش هغه تاند شاعر دى، چې د افغانستان د تنكيو شاعرانو په مخكښو كې راتلاى شي . ښا غلی سروش اوسمهال د هندوستان دبنګلور ایالت دمیسور په یوه پوهنتون په درس بوخت دی ، له بېلا بېلو مجلو سره قلمي همکا ري کوي او د رنګ په نوم په زړه پورې ادبي او هنري ويبلاګ لري. او همدارنګه په ورځني ژوند کې ډېر صميمي دی، نرمې خبرې کوي او مينه اوښکلا يې دوه ښکلي ايډيالونه دي