بس دی ګلونه راله مه راکوه
نوي زخمونه راله مه راکوه
په مخ مې اوهه قربان شمه خو
دا پیغورنه راله مه راکوه
زه خو به سوال کومه زړه مې ډک دی
خیر جوابونه راله مه راکوه
شابه تکړه شه تورې زغرې راکړه
او کتابونه راله می راکوه
زه په ځان نه یمه خوړلي به مي
خپل تصویرونه راله مه راکوه
هسې نه ساه مې له وجوده وځي
یاره، لاسونه راله مه راکوه
تنها غزل دې زخمي کړی یمه
اوس ټکرونه راله مه راکوه