غزل

2020-09-21

د خپل وسواس او له ګمـانه سړی منډې وهي
څه لیونی دی چې له ځــانه سړی منډې وهي

ستاسو د ښار ټولې نقشې یې خپله وسیزلې
لاره ترې ورکه ده پښيمــانه سړی منډې وهي

چې دی په ټول عمر د چا پسې ژړلي نه دي
بیا خو ګرم نه دی چې له تانــه سړی منډې وهي

بغیر لمانه چې بل څوک دې په کوڅه کې وینم
لکه کعبې ته چې بې ایمانه سړی منډې وهي

د مُصویر دغه تصویر ته هيڅوک نه ورګوري
کانړي وریږي له آسمانه سړی منډې وهي

دښته ،صحرا ده بلاګانې دي، انسان نشته
خدای خبر ولې؟ او د چانه ؟سړی منډې وهي

یقین مې نشي چې منزل ته ریسیدل غواړي دا
تنـــها روان دی له کاروانه، سړی منډې وهي