سپوږمۍ طرف ته ګوري کله یار ته سړی ګوري
چې زړه په کومه ځي ،هم هغه لار ته سړی ګوري
عکسونه کې لمبې وي او انسان پکې سوزیږي
تعلیم که د چا نه وي هم اخبار ته سړی ګوري
دردونه ده شاعر دلته هیچا هم احساس نکړل
ستار ته سړی ګوري او فنکار ته سړی ګوري
خبر نه یم د چا دنګه ځواني ور په یاد شوې
په سترګو کې یې اوښکې دي چنار ته سړی ګوري
هر څو که مې څهره ستا د لیدو قابله نه ده
خو مخ ته د چا نه ګوري کردار ته سړی ګوري
تنها په داسې وخت کې د غربت میرمنه واخلم
چا غوختي چې بنګړي وي او بازار ته سړی ګوري