نظر په ځمکه او منزل یې د اسمان نیولے
څومره اوښیار دی څومره ښکلی یې ګمان نیولے
د مصور دغه تصویر ته ډیر خیران یمه زه
انسان لګیه دی انسان وژني او انسان نیولے
ته څه خبر یې بې وسي او ولږه څه ته وائي
ماته په هر قدم ژوندون یو امتخان نیولے
زه قضاوت او د انصاف طمه د چانه وکړم؟
څوک چې مې وژني هم هغه لاس کې قران نیولے
د خواهشاتو په هوس کې ړانده شوي خلق
چا خپل ضمیر په بعیه ورکه چا ایمان نیولے
تنها خلوص به دې ضائع شي داسې ولې کوې؟
هر چاله سوری ورکوې لمر ته دې ځان نیولے