دا چې شرمیږي او حیا هم کوي
دغه جینۍ، د زړونو غلا هم کوي
څو ځله مات شو، په باور د ښکولو
زړه لیونی دی، غلطي بیا هم کوي
څراغ ته ګوره، او وفا ترې زده کړه
په اور سوزیږي، او رڼا هم کوي
لکه دا ستا به مې په لار کې پریږدي
یو ورځ به چل، راسره ساه هم کوي
زه د خپل مور مینه په څه وتلم؟
زه یې زړه مات کړم او دعا هم کوي
څه تا زلفان دي، خوارۀ کړي په مخ
څه نا څه ظلم، دا هوا هم کوي
منم چې ته هم ښه شعرونه لیکې
خو هسې حد ګوره تنها هم کوي