2020-10-30
کړم سر به درته ټيټ پښتو نه تېر يمه راځه
زه هسې هم د دواړو پښو نه ګېر يمه راځه
د ستورو او سپوګمۍ سره مې جوړه ده ياري
شوګېره شب پرستو کې دې شمېر يمه راځه
ته څه ور يادوې ورته نامه زما په زور
راځه د دې سړي نه زه اوس هېر يمه راځه
راوځه له هېندرې چې شريک کړو سره غم
همشکله زه بېخي دا ستا په څېر يمه راځه
غزله چې وجود باندې دې خور کړمه خپل درد
تنها، يـمه خـراب هـم بـلها ډېر يمه راځه