څه د ورځې څه د شپې راټولومه
زه د خپل رزق دانې راټولومه
ما سیزلي ستا د لاس زاړه خطونه
اوس خفه یمه ایرې راټولومه
خپل وجود ټوټې ټوټې لیدلی نه شم
دا چې ماتې ائینې راټولومــــه
په کابل او پیښور کې مې یو حال دی
د چا لاس او د چا پښې راټولومه
له شوخۍ نه پس دې مات بنګړو ته ګورم
راټـــولیــږي مګــر نـــې راټولومــــه
تنها زه د خپل هنر له برکتــــه
هر غزل ستا په نامې راټولومــــه