نه پرې څوک ولې نه دې کیخود په کتاب ښکلیه
هسې دې وچ که په لاسونو کې ګلاب ښکلیه
په دې خبر یمه چې عقل پکې کار نه کوي
مګر په مینه کې هم ښه وي لږ اداب ښکلیه
چا راته ویل چې په مړوند باندې کوه خوبونه؟
پریده چې ځان په شوګیرو کړمه خراب ښکلیه
ځینې سوالونو ته خاموشه سړی ښه ښکارېږي
هرې خبرې ته څوک نه ګوري ځواب ښکلیه
ستا د بدن خوشبو مې خیال کې وي زنګیږمه زه
نه مې سګرټ خولې ته راوړی نه شراب ښکلیه
تنها ولاړ یمه حیران حیران ورګورمه زه
زما د اوښکو نه جوړ شوی دی دریاب ښکلیه