غزل

2020-09-21

دردمی په سینه کی په چغارراشي
کله چی په تاپـــسی ریبار راشي

وسـوزم وجــود می شـي ایره ایره
کله چی رقیب سره می يار راشي

نه رسیــږي وس په رقیـبانـو مـې
یو دوه دری خونه وی سم کتارراشی

ما او تا چی کـلـه ملاقــات کــوو
بیا دې سړخوړلی هـغه پلار راشي

تاته می راوړی پیـره دم یـی کــړه
دغه لـوفر زړه می کـه په لار راشي

لاړم دبیـلـتون په سیـند لاهو شومه
خدایږو که  می بیاچرته نګار راشي

خدای خبرکه بیا دغه مظلوم زړه ته
خدای خبر که بیـا ورته قـرار راشي