غزل

2020-09-21

که چرته دخارخلک اودغره شى سره يوزاى
ابادبه شى وطن که پښتانه شى سره يوزاى

بيا هله به وى صلحه اوايمان په دى وطن کى
چى  کله داميراوفقير زړه شى سره يو زاى

اخ دومره بى اسرى شمه چى هيڅ ويلى نشم
ديارد رڼو سترګوچى باڼه شى سره يو زاى

بس دغه يودعاکوم چى دومره رانږدى شو
سحراومازديګرموداکاته  شى سره يو زاى
 
له مانه لاره ورکه کړي په درمى جوړه راشى
رقيب اوجانان دواړه ميلمانه شى سره يوزاى

اخ څومره کوى خوندزه اوجانان چى سره ژاړو
له سترګوموزي اوښکى دا اوبه شى سره يوزاى

مظلومه ژوندخوهغه وي چى يارديارسره وى 
چى يوبل ته ورګورى او اوده شى سره يوزاى