راځه چی دښکلابازارکی وو هو چکرې
نورپریږده دملادخولې کږې وږې خبرې
دا زده به کړو چی مینه لیونتوب اوښکلاڅه ده
هم اورو به مطرب نه دشهباز دخولی سندرې
راځه چی دساقی ترمیخانې پورې لږ ورشو
جامونه په سرواړوو اوواخلوترې وزرې
راځه چی دیوبل په څنګل خوب وکړوویده شو
خیالونه اودازړونه سره يو کړو ستمګرې
راځه چی دمظلوم زه می پوره شی ارمانونه
راځه کنه ایمان راوړه راځه کنه کافرې