غزل

2020-09-21

بيامې په دردمندزړګي د غم ټکه راپريوته
ته چې رانه لاړلې صنم ټکه راپريوته

تکه توره شپه ګوره جانانه ته روان شوې
څه وشوپه تاباندې يودم ټکه راپريوته

څه ډيره موده وشوه چى غزل ليکلى نشم
ورک رانه تصوير دى په قلم ټکه راپريوته

ما خوانتهادمحبت ورسره کړې وه
بياهم دآشنا دهرستم ټکه راپريوته

زه څومره په هوس ومه دې کلي ته راغلى
يوښکلي پکې نه ښکاري په چم ټکه راپريوته

نه ښکل دې کړم اونه دې پيمانه شيرينه راکړه
بس دومره سزابس دى درنه زم ټکه راپريوته

ماڅه په مينه سوال ورته دسپينې خلګۍ وکړ
مظلومه په هغې جوړشوماتم ټکه راپريوته