غزل

2020-09-21

پرون.مى.وليدله.ناسته.وه.ويالى.په.غاړه
تورلونګين.يى.زنګيدلو.دسينى.په.غاړه

زه.چى.کوڅه.کى.تيريدمه.نواوازيى.وکړ
ګرانه.سبابه.خلګى.درکړم.دچينى.په.غاړه

راته خکاريږى چى زمونګ ترمنځ ديوال به جوړشى
دافيصله چى اوس اغستى ده جرګى پهغاړه

چاظلم کړى دى اوچاته يى سزاورکړى
دلته ظالم په زاى مظلوم ته کړي رسى په غاړه

زه يى ملک کړم ددى فيصلى به کوم
اوس به نواخلم ددى خلکوزه لانجى په غاړه

ويل يي دننه کورته مه راځه چى شرجوړيږى
غاړه به درکړمه آشناددروازى په  غاړه

ددغى خارخکلى به ټول درپسى شى ليوني
که يي بياوليدلى ستاسپينى جامى په غاړه

مړه نوسه وکړم داستاله غمه داسى يمه
لکه ملنګ مى اچولي دى تزبى په غاړه

راته يى وويل مظلومه څومره خکلى يى ته
دخوشهالى نه ګرزوم اوس آينى په غاړه
 
     1395/10/10/(1,دشپې)