ستړى شوم دمينى دبازاره واپس راغلم
دارتــــه رسيدلى وم له داره واپس راغلم
ګټه پکى نه وه سراسرپکى تاوان ولو
خوخ مى نه شوځکه ددى کاره واپس راغلم
پوى شوم چى زماپه تګ تاڅومره اوښکى توى کړى
مــــه ژاړه لالــيــــــــه ســتالپاره واپس راغلم
نن مى داشناپه قبردومره ژړاوکړله
لوندڅيرى ګريوان يى دمزاره واپس راغلم
لاړم ميخانى ته دساقى پيله مى اوڅکله
نــشـــه اوزنګيدلى له درباره واپس راغلم
ماخوددى کلى نه توبه دعمرويستى وه
ته راباندى ګران يى ځکه ياره واپس راغلم
دښکلوپه بازارمى دزړګي سودا ونشوله
زه مظلوم خالى لاس ددى ښاره واپس راغلم