پيغلى نه راځي ګـودربى خونده شوى
ياران نشـــته مازديګر بى خونده شوى
ټول ګلــونه بيـاخزان دى ريژولـــــــــــــــــي
که چيـناردى که نښــتربى خونده شوى
نه ميلى شــــته نه زاړه ياران دکلـــــــــــــي
ځـــکه وايم چى اختر بى خونده شوى
دراکــټ اودپيـــــــکا نغمه يي نـــــــشـــــته
طالب غلى دى سنګر بى خونده شوى
اوس هغـه مزه يى نشته په چپو کـــــى
وچ کالــي ده سمـــندر بى خونده شوى
دپخواپه شان ديارقـــــصـــــــه کى نه دى
ها دمينى قـــــــلـنـــــــدر بى خونده شوى
اوس مـــــلا دجهاد نه کــــوى بـــــيــــــــان
هسى ناست دى په ممبربى خونده شوى
پښتونخواکى دتورمخو حکومت دى
ټول پښـتون دلــروبر بى خونده شوى
دبلـــــــبـلو چـغــارنه اورم مظــلـــومـــــــه
پـسرلى دى خو سحر بى خونده شوى