څه موده وشوه له جانان نه اوس نفرت کومه
باوردې وشه کل جهان نه اوس نفرت کومه
په ځمکه ګرځم مجبوری ده که نه نه می لګي
بره نه ګورمه آسمان نه اوس نفرت کومه
دومره دې درد راکړ اودومره دې ناښاده کړمه
چی چرته ګورمه انسان نه اوس نفرت کومه
ستابی روخي راته څهره داسی بدرنګه کړه چی
آینه کی نه ګورم له ځان نه اوس نفرت کومه
یه بی ایمانه داپه څه غضب دی واړولم
یه بی ایمانه چی ایمان نه اوس نفرت کومه
درده راځه اوس می په زړه کی درته ځای درکړی
په درد کی خه یمه درمان نه اوس نفرت کومه
ورکه خانی شه زه مظلوم په فقیری خوښ یمه
ورکه خانی شه زه له خان نه اوس نفرت کومه