سترګې دې واوښتې پۀ بله بلۍ واوښتې
نامرده ځکه مې لۀ پاکې یارۍ واوښتې
د ماښامونو پۀ تکرار مې زلفې سپینې شولې
د بېلتانۀ پر غرونو ډېرې سپوږمۍ واوښتې
ولا لۀ غمه ډک ساعت پسې ارمان وکړې
کۀ چرته ما غوندې پۀ سپۍ زندګۍ واوښتې
ستا د پاستۀ حُسن لا یو پسرلی تېر نۀ دی
زما د درد د عُمر ډېرې صدۍ واوښتې
د زړۀ لۀ دښتې د داغونو کيږدۍ ټولې شوې
د خیال لۀ غرونو د یادونو کوچۍ واوښتې
هم جنتي، هم دوزخي یې پۀ یوه شېبه کې
شهابه داسې پۀ عجیبه جلۍ واوښتې