هره ورځ د بازار رسم نوی کېږي
خو لۀ ما سره هغه زړه سودا ده
هغه سوی دی، هغه درد دی، هغه څړیکې
وخت لۀ ما سره را اخیستې ناروا ده
ستا د ښار دېوال شریک کورونه څۀ دي
پۀ زړۀ داسې د زخمونو بيروبار دی
د رنګونو پۀ ښار څۀ کړم زما کار خو
ستا لټون دی او ناپايه انتظار دی
لا دې غواړمه لۀ بخته لۀ اسمانه
لۀ کتابه، لۀ مندره، لۀ جوماته
لۀ پالګرو، لۀ ملا نه، لۀ زیارته، لۀ جنډو نه
لا دې غواړم لۀ کورونو لۀ کوڅو نه
لۀ مرغانو، لۀ هوانه او لۀ ټولو موسمونو
لۀ ښارونو لۀ سحرا نه، لۀ سیندونو لۀ اوبو نه
لا دې غواړمه لۀ سپینو سپینو اوښکو
لا دې غواړم لۀ رڼا او لۀ تیارو نه
کله بوخت یمه پۀ خپلو کتابچو کې
ستا پۀ نوم لیکلي هر نظم ته ژاړم
ستا همنامې سندرغاړې چې ویلي
ښۀ او بد شعرونه ټول راته پۀ یاد دي
هغه فلم هر سهر او ماښام ګورم
چې دا ستا پۀ نوم جلۍ پکې لوبېږي
ستا دسرو منګولو وږم ترینه خېژي
د نکریزو دوکاندار راباندې ګران دی
داسې ستړی یم لۀ خپلو اندامونو
لکه بل سړی چې ځان پسې راکاږم
دا کمزوري او کاواکه قدمونه
ستا د غم لۀ زوره سرې نیم دیده سترګې
مات تندی پر دېوالو، ونو وهلی
د خپل ځان پۀ شکنجه ستړي لاسونه
لۀ تا پرته دغه ځان دی چې راپاتې
بې فایدې مې پۀ کمزورو اوږو بار دی
نۀ پوهېږمه چې څنګه مې زړۀ پوی کړم
چې تۀ لاړه یې او ورکه يې پۀ ژوند کې
د زړۀ ماتو هيڅ پروا درسره نشته
او وتلې یې د عشق لۀ دایرې نه
د ریښتیني ژوند مانا دې مېلمنه ده
پۀ خوبونو پۀ خیالونو پسې نۀ ځې
لۀ نامې د مینې کرکه دې عادت دی
او زما غوندې مینو پورې خاندې