نظم

2020-09-21

زندګي دومره وړه خبره نۀ ده

لکه خلک چې پۀ حال د سړي خاندي
لکه هر سړی چې ځانه پورې بند دی
دې کې ځينې لحظې څوکرته مرګ دی
دې کې ځينې لحظې سل جنته خوند دی

زندګي دومره وړه خبره نۀ ده
د دوزخ پۀ غاړه، غاړه تيندکونه
ستا لۀ بندې دروازې راګرځېدۀ دي
یو مرګ ستا د مبايل نۀ ځوابول دي
يا ستا څنګ کې د چا بل سړي ليدۀ دي

زندګي دومره وړه خبره نۀ ده
چې بغېر لۀ رڼاګانو ستا د خاله
ځان پيدا کړمه د خپل وجود پۀ څېر شم
لۀ تيندک او غورځېدلو څخه پرته
پر دې ورانه ګړنګينه لاره تېر شم

زندګي دومره وړه خبره نۀ ده
د دوعا لپاره لاس لپه کول دي
او د چا د قبر سر ته درېدۀ دي
لۀ اوښلنو سترګو سل منظره تګ دی
لۀ خاموشې هديرې نه تېرېدۀ دي

زندګي دومره وړه خبره نۀ ده
لکه تا چې قيامت راباندې تېر کۀ
لکه تا چې لۀ صراطه ديکه راکړه
لکه تا چې دوزخي کړم جنت مخيه
لکه تا چې زما برخه راته راکړه