غزل

2020-09-21

دواړه لاس مې ایښي دي پۀ زړۀ باران ورېږي

شومه درپسې اوبۀ، اوبۀ باران ورېږي

ستا پۀ ښار کې واوره پۀ نڅا ده لکه تۀ
ماغوندې زمونږه پۀ کالۀ باران ورېږي

بیا به هواګانې لېونۍ کړي د چا زلفې
ښار ته به خوشبو راوړي د غرۀ باران ورېږي

سترګو مو لۀ غمه د سکروټو رنګ اخیستی 
زړونه مو وهلي دي ساړۀ باران ورېږي

هر څاڅکی یې درد راکوي، زخم راکوي
تنده ده، او بېل یې رانه تۀ باران ورېږي

وران به دې لۀ مخه کړي خالونه د رنجو
جګ به مې لۀ قبره کړي واښۀ باران ورېږي