دا شعر دې حفیظ همیم صېب ته ډالۍ وي...
ښۀ پوهېږمه چې نۀ راته رسېږې
خوکۀ خدای کول او مثلاً زما شوې
بيا به زۀ د مخلوقاتو بختور يم
پۀ خندابه دې صاحب دپاچاهي شم
تور ماښام به دې پۀ غېږه کې بلېږم
او لوګی به دې لۀ مخه سبایي شم
ورځ او شپه به د سکون او خوند نامې وي
يانې زۀ به پۀ دنیا کې جنتي شم
ښۀ پوهېږمه چې نۀ راته رسېږې
خو دا زړۀ نۀدی! قسم دی کۀ مني يې
حتا دومره چې يوه شېبه دې هېر کړم
خو بيا هم پۀ ځان خواري کوم لګيایم
ځان هغسې سموم چې تۀ يې وايې
ډېروسختو مرحلو نه را تېرېږم
پکې ژاړمه کۀ ورځې دي کۀ شپې دي
زۀ یم ژوند دی او ناکامې تجربې دي
زړۀ مې تور دی د مکتب لۀ استادۍ نه
هلته صنف کې یوه شاګرده ستا همنامه
نۀ يې نوم اخلم نۀ یې درس ته پاڅوی شم
حاضري پۀ شاګردانو باندې اخلم
خو چې کله څلورمه نامه اخلي
غبرګې ګوتې پۀ غوږونو باندې چوخ کړم
او دصنف پۀ هغه ښۍ څنډه کې ناستو
جلۍکانو ته هيڅ نۀ شم ورکتلی
هېرول دې څۀ وړه خبره نۀ ده
ننګولي مې دي واړه زيارتونه
لۀ خُردو مې المارۍ د کوټې ډکه
پۀ هر تاخ کې مې دي ايښي تعويزونه
هر قضا ماښام دمګرو ته روان يم
د څاښتونو پۀ خوړلو مې زړۀ سپين شو
ادې ټوله شپه نفلونه ، ماته دُعا کړي
خو پوهېږې نتيجه یې صِرف هيڅ ده
ښۀ پوهېږمه چې نۀ راته رسېږې
خو دازړۀ نۀ دی! قسم دی کۀ مني يې