یه د لویې لار پۀ سر ولاړې ونې
دا د چا د زلفو وږم لولپه کړې؟
دا د چا پۀ تګ رنګونه درنه لاړل؟
دا پۀ چا پسې د عمر انتظار کړې؟
خدای خبر چې لۀ تا کته پورته لارې
د چا سترګو ته تر کومه وخته څارې؟
پسرلي راغلل او تېر شو
ونې شنې شوې ژوند یې ډېر شو
خو تۀ هغسې پۀ خپل ماتم ولاړه
نۀ شاخونه نۀ شنې پاڼې
او نۀ ځالې د مرغیو
هیڅ دې هم نصیب کې نشته
اوس به خاورې وي هغه شینکي خالونه
ممکن نۀ يې وي رڼا د ښکلو سترګو
هغه ګورې،پستې،غېږې غېږې زلفې
او خوشبو به یې پۀ خاورو کې دفن وي
خو تۀ هغسې پۀ تمه د راتلو یې
او لۀ وخت سره کرار ، کرار رژېږې
بس زما او ستا یوه غوندې کیسه ده
زندګي مو لۀ سپېرۀ باده ترخه ده