هغه خوب دروغ شو چې مې سر په سر لیدلی و
چې د چینې پاکو اوبو ته مې ویلی و
هغو اوبو ته چې تا مخ ورباندې ولی و
تاته خو پته ده چې ځان مې غولولی و
د نوم تعویذ مې دې خولۍ پورې ګنډلی و
ملامت زړه ته یم چې تاته مې شیندلی و
په زړه دې شته؟ لکه ماشوم دې لوبولی یم
زه دې له خپله ځانه څو وارې شړلی یم
را پخلا کړی دې یم، غېږ کې دې نیولی یم
حرکتونو دې په سرو سترګو ژړلی یم
هو ستا په نوم مې له دنیا نه لاس مینځلی و
ملامت زړه ته یم چې تاته مې شیندلی و
ما که غرور کړی وي څنګ نه به دې تللی یم
سره له ماته ځانه بیا درته راغلی یم
تا لکه سپینه لمن څو ځله داغلی یم
د نابرداشت عذاب په حد کې دې ساتلی یم
تا به خندل ورته پرهر مې درښودلی و
ملامت زړه ته یم چې تاته مې شیندلی و
خود به قطره قطره له ځانه غورځیدلی یم
په بې کسۍ کې په څپیړو دې وهلی یم
زه هغه مخ یم په کراتو دې رټلی یم
او د صحرا په اختتام دې درولی یم
که د چا خیال نه وی، نو ځان به مې وژلی و
ملامت زړه ته یم چې تاته مې شیندلی و