غزل

2020-09-21

چې لمبه د یار لۀ غمه دې ونۀ کړه
زړۀ! یاري وه مګر سمه دې ونۀ کړه

زۀ بازار ته ځم او تۀ راپسې ژاړې
یانې بیا د راتلو تمه دې ونۀ کړه

مرګه ما پر ملا تړلی څادر هېر دی
خو تۀ ستړی نشوې دمه دې ونۀ کړه

پۀ یوه ناره زۀ نۀ راستنېدمه
تا هم نۀ غوښتم دویمه دې ونۀ کړه

چې زما پر زړۀ به څومره زور دغم و؟
اندازه لۀ خپل قدمه دې ونۀ کړه؟

تا زما لۀ درده اوښکې تویولې!!؟
سمه ټوکه وه خو سمه دې ونۀ کړه