2021-01-26
ستا په څه چې اعتقاد دی
زما سخت پرې انتقاد دی
زما سر له سوالیو ډک
ستا دویم ځواب جهاد دی
ستا تعاون ته به حاضر وای
خو تا کوږ اېښی بنیاد دی
له سرکاره تر باغیانو
دلته هر سړی جلاد دی
ځمه ځم بشر اباد ته
ځناورو کې بېداد دی
کاینات زما وجود دی
ټول جهان زما هېواد دی
په هغه ځمکه مین یم
چې مې زړه پکې اباد دی
ستا د هر څه مخالف یم
ستا تر څنګه ژوند برباد دی
ته د یو رنګ بندګي کړې
ما رنګونو کې رنګ ښاد دی
ستا له خیره یې توبه شوه
ستا له سپو فدا ازاد دی