غزل

2021-01-26

د طبلې له زیر و بم سره ګډېږه

یا غم هېر کړه یا له غم سره ګډېږه

 

په اختر خو هر سړی څڼې راتاو کړي

لیونیه محرم سره ګډېږه

 

څو شېبې دردونه ډوب کړه په جامونو

لکه رند شه له ماتم سره ګډېږه

 

څه پښتو ده څه رواج دی، زندګي کړه

ډک محفل کې له صنم سره ګډېږه

 

ښایستې په نرۍ ملا چلونه وکړه

د نازکو پښو رقم سره ګډېږه

 

د رڼا دوزخ څوک نه پرېږدي هېڅ شوق ته

فدا پاڅه له تورتم سره ګډېږه