2021-01-26
په هر زړه خېژولې دي پولۍ بې ننګه جنګ
له درد سره پاللې دي خپلوۍ بې ننګه جنګ
نه تمه د طلوع، نه انتظار شته د غروب
کړې دومره بې باوره زندګۍ بې ننګه جنګ
طاووس پکې ذلیل دی او ټپوس پکې باتور
اوس نرخ ټاکي د ننګ او بې ننګۍ بې ننګه جنګ
هر قوم پیرو د امن، هر سړی د ژوند په خوا
پښتون ته تاوه کړې ده لکۍ بې ننګه جنګ
دا خلک د اتڼ وو، د ټپو وو او د ډهول
فدا اوس رواج کړي نعت خوانۍ بې ننګه جنګ