غزل

2021-01-26

سترګې سترګې یم ماښامه، څه لرې که نه لرې

زه در ولوېدمه جامه، څه لرې که نه لرې

 

څاڅکی څاڅکی له ځان اورم د زمان و سمندر ته

درنه وړي مې ګل اندامه، څه لرې که نه لرې

 

اوښکه اوښکه مې راټول کړې له مستۍ څپه څپه شوې

څه بدل خو را مرامه، څه لرې که نه لرې

 

وینې وینې یې لمن شوه، مازیګر په مخه ښه دی

زما هم کېسه تمامه، څه لرې که نه لرې

 

تږی تږی دی د تورو، د فدا غزل للمي شو  

څڼې څنډ وهه الهامه، څه لرې که نه لرې