غزل

2021-01-26

ساقي د زړه تنګۍ بله چاره نشته څه وکړو

د زهرو په کنډول مو اداره نشته څه وکړو

 

راځې که نه راځې سپینه خبره راته وکړه

د ستړي انتظار مو کفاره نشته څه وکړو

 

دا ژوند به سمندر وي له غمیو به هم ډک وي

دمې ته پکې هېڅ ځای کناره نشته څه وکړو

 

په راز او په نیاز دې چې خبر شوو نو ته لاړې

ځوانۍ راتګ دې بیا په دوباره نشته څه وکړو

 

دا ځمکه خو فدا په زنده ګۍ والله که ارزي

د ژوند لایقه بله سیاره نشته څه وکړو