2021-01-26
زما د فکر او د لید ازادي
زما د “نه”
او د تنقید ازادي
زه ازادي د خپلو سترګو غواړم
خپلو غوږونو ته
او ژبې ته اختیار غواړم
که زه فریاد اورم
که شور او که خندا اورم
که زه نغمې د بلبلانو که ژړا اورم
که زه غږېږم
که سندرې وایم
که زه نڅېږم که سجدې کومه
که زه ویښتانو ته تېلی وهمه
که ترې ګېډۍ جوړوم
زما د مخ
زما د تن
زما د خوښې مربوط.
*****
زما لاسونه دې څوک
نه راتړي
د خپل جنت او د محشر په پار
د چا د نهی
او د امر زه محتاج نه یمه
نه د دوزخ سبب یم
نه د جنت ګډوری
زما په پښو دې زولنې د ګناه نه وي پرتې.
*****
زما سره کرښه
د دې ویړ جهان پر مخ خندا ده
زما ارمان
پر ځمکني جنت د عشق متاع ده
زما د ټولو
ټولو کرښو حد دغه دی
چې د یتیم
او د مزدور په سر کې
دغه ارزو سر شي
چې په مړه خېټه او ګرم بستر
اندام اندام ویده شي.
*****
زما بچو ته دې کتاب د ساینس او فن ورسي
ورته دې ژوند ورسي
هر یو دې
هر هر سهار
خپله ادې مچو کړي
او د خپل پلار له غېږ دې وږم واخلي.
*****
دا مې سره کرښه ده په هر مضمون کې
د دنیا هر قانون کې
چې د حیا په پلمه
د حجابونو په نوم
د ګنانوهونو په نوم
د دوزخونو، جنتونو په نوم
زما له پېغلو دې سینګار نه تروړي
ترې دې اوږۍ، نتکۍ او هار نه تروړي.
*****
زما سیتار دې بې نغمو نه وي
د طبلې
مسته څرمن
دا زبردسته څرمن
بیا د برچو د خوراکونو نه شي
د هارمونیې
دا تورې سپینې تڼۍ
بیا د هیچا
له لاسه
په خاورو خړې نه شي
په غم ککړې نه شي
له ګوتوستړې مه شي
رباب دې وترنګېږي
شپېلۍ دې وغږېږي
پایزېب دې وشرنګېږي
د سندرغاړو مرۍ مه شه تربت
په یاقربان او یکه زار دې قدغن نه لګېږي.
*****
زمونږ د ژوند او د وطن واک دې
د دې رنګینې جغرافیې د هر وګړي حق وي
د دین یا قوم په نامه
د رنګ یا ژبې پر سر
د جنس، نژاد له وجې
نه دې تحقیر نه معتبر وي څوک
نه دې څوک کوز او نه دې بر وي څوک.
*****
هر څوک دې کار لري په خپله ساحه
ساقي ته بویه
میکده کې اوسي
طبیب دې خپله چپن صافه ساتي
ملا دې پالي
د جومات او د محراب کونجونه.