غزل

2021-01-26

واک د لېونو غاړې ته پرېوتو

کور د مېلمنو غاړې ته پرېوتو

 

روغ و د هر چا و خو چې مات شولو

لاس مې د سېنو غاړې ته پرېوتو

 

هره پاڼه ډکه وه له بد نظر

ګل د سپېلنو غاړې ته پرېوتو

 

ما وې عمر شته دی لا په بره ځم

ګام خو د زینو غاړې ته پرېوتو

 

دا به سم نظر وي د فدا په مرګ

تږی د چینو غاړې ته پرېوتو