وطن

2021-01-26

که وطن د جنګسالارو مست جنت وي

که وطن د زورورو یاغستان وي

که وطن د خدای په نوم د جهادونو تود میدان وي

که وطن زموږ په وینو سیاست وي

که وطن په پاش پاش غوښو حکومت وي

که وطن د لنډه غرو او ترهګرو ترمنځ وېش وي

که وطن د ښکرورو ترمنځ وېش وي

که وطن په هر قدم سجدې سجدې او بنده ګي وي

که وطن تر سپي بدتره زنده ګي وي

که وطن د قاتلینو تقدیرګاه وي

که وطن د شیطانانو د هر خوب سره تعبیرګاه وي

که وطن د شرمخانو پښو ته ځان خاورې کول وي

که وطن د رهبرانو په لاس ځان حلالول وي

که وطن لوټل ترټل او شوکول وي

که وطن د کونډو ورارو فحش خانه وي

که وطن د ذلتونو پیمانه وي

که وطن د یتیمانو جهنم وي

که وطن د هر معیوب په سر ستم وي

که وطن د زور او زر قانون منل وي

که وطن په مرداریو کې لټل وي!

نو

زه غدار د دې وطن یم

بې وطنه، بې دیاره، بې مسکنه مې ځان خوښ دی.

 

فدا

*د ناظم حکمت د شعر پر ځمکه!